د افغانستان لومړنی ستورمزلی او په فضا کې د پښتو ژبې لومړنی اورېدونکی عبدالاحد مومند د جرمني په یو روغتون کې د سرطان ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.
د نوموړي د کورنۍ او نږدې سرچینو له قوله، هغه د اوږدې مودې راهیسې له دې ناروغۍ سره مبارزه کوله، خو په پای کې یې د جرمني په يو روغتون کې ساه ورکړه.
عبدالاحد مومند د افغانستان د فضايي تاریخ تر ټولو مهمه څېره ګڼل کېږي. هغه په ۱۹۸۸ میلادي کال کې د شوروي اتحاد د فضايي ماموریت په ترڅ کې فضا ته تللی و او د افغانستان لومړنی ستورمزلی شو. په هغه سفر کې هغه څو ورځې په فضا کې تېرې کړې او د نړۍ له مهمو فضايي پروګرامونو سره یې د افغانستان نوم وتاړه.
مومند د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې په جرمني کې مېشت و او د روغتیايي ستونزو له امله تر درملنې لاندې و.
لیکوال:سعید سمیر








