د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي بامیان ولایت ته د سفر پر مهال له یوه زندان څخه لیدنه کړې او ټینګار یې کړی چې له زندانیانو سره باید د اسلامي شریعت له مخې چلند وشي.
د طالبانو د مرستیال ویاند حمدالله فطرت په وینا، حنفي د زندان د روغتیايي امکاناتو او اداري خدمتونو په اړه معلومات ترلاسه کړي او د زندانیانو وړاندیزونه او ستونزې یې هم اورېدلې دي. نوموړي ټینګار کړی چې د بندیانو ستونزو ته باید رسېدنه وشي.
د حنفي دا څرګندونې داسې مهال دي چې د طالبانو پر زندانونو د شکنجې او له بندیانو سره د ناوړه چلند په اړه له وړاندې ګڼ شکایتونه شوي دي. یو شمېر ښځینه بندیانو د جنسي ځورونې او نورو ناوړه چلندونو ادعاوې کړي، او د پخواني جمهوري نظام ځینو نظامیانو هم د شکنجو او د خپلو دوسیو د نه څېړلو شکایتونه کړي دي.
تېر کال په ننګرهار کې د پخواني حکومت شاوخوا ۲۰۰ زنداني نظامیانو هم شکایت کړی و چې دوسیې یې نه څېړل کېږي او د بند د برخلیک په اړه ورته معلومات نه ورکول کېږي.
لیکوال:سعید سمیر








