TOOSnews
اعلان
افغان خبریال عبدالمجید تهماس د پاکستان په کوېټې ښار کې نیول شوی.
افغانستانټوس نیوز

افغان خبریال عبدالمجید تهماس د پاکستان په کوېټې ښار کې نیول شوی.

۱۳ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

سرچینې وایي چې د پاکستان د پولیسو افغان خبریال عبدالمجید تهماس، چې د پاکستان د کوېټې ښار اوسېدونکی دی، نیولی دی.

سرچینو د جمعې په ورځ، د چنګاښ په ۱۲مه، رسنیو ته ویلي چې د پاکستان پولیسو عبدالمجید تهماس د کوټې په ښار کې نیولی دی. تر اوسه پاکستاني چارواکو د دې نیونې د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د پاکستان پولیسو په وروستیو ورځو کې د افغان خبریالانو د نیولو لړۍ زیاته کړې ده. د نیول شویو کسانو د شمېر او د هغوی د وضعیت په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

دا نیونې په داسې حال کې ترسره کېږي چې پاکستان د ګڼ شمېر افغان کډوالو د ویزو له تمدید څخه ډډه کړې، او دې چارې د افغان کډوالو اندېښنې زیاتې کړي دي.

تر دې وړاندې، د بشري حقونو نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل هم په پاکستان کې د افغان کډوالو د خپل‌سرو او ناقانونه نیونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او د هغوی د حقونو د رعایت غوښتنه یې کړې وه.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.