TOOSnews
اعلان
افغان کډوالو په پرتګال ګې د افغانستان د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره اعتراضي غونډه جوړه کړه.
نړۍټوس نیوز

افغان کډوالو په پرتګال ګې د افغانستان د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره اعتراضي غونډه جوړه کړه.

۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

یو شمېر افغان کډوال چې په پرتګال کې مېشت دي، د لېسبون په ښار کې د یوه اعتراضي غونډې په ترسره کولو سره د افغانستان د ښځو له حقونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

ګډونوالو د افغانستان پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې میلیونونه افغانې ښځې او نجونې له خپلو بنسټیزو حقونو، لکه د زده‌کړې حق، د کار حق، د تګ راتګ ازادي او په ټولنیزو چارو کې د ګډون له حق څخه محرومې شوي دي.

په هغه اعلامیه کې چې د دې لاریون د تنظیموونکو له خوا خپره شوې، راغلي چې د افغانستان ښځو په تېرو کلونو کې د هېواد د پرمختګ، زده‌کړو، ودانۍ او سوکالۍ لپاره د نارینه وو ترڅنګ هڅې کړي دي، او له بنسټیزو حقونو څخه د هغوی محرومول نه یوازې د ښځو پر وړاندې بې‌عدالتي ده، بلکې د افغانستان راتلونکي ته هم جدي زیان رسوي.

لاریونوالو همداراز د پرتګال له حکومت، اروپایي اتحادیې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د افغانستان د ښځو د اوسني وضعیت په اړه چوپ پاتې نه شي او د هغوی د اساسي حقونو د ملاتړ لپاره عملي او اغېزمن اقدامات وکړي.

ګډونوالو د ټولنو په پرمختګ کې د ښځو پر مهم رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې هېڅ هېواد د ښځو له فعال او آزاد حضور پرته عدالت، هوساینې او دوامدار پرمختګ ته نه شي رسېدای. هغوی د افغان ښځو د زده‌کړې، کار، ازادۍ او برابرو فرصتونو له حق څخه هم ملاتړ څرګند کړ.

د دې غونډې په پای کې، معترضینو د «زده‌کړه د هرې افغانې نجلۍ حق دی»، «کار د هرې افغانې ښځې حق دی» او «ازادي د هر انسان حق دی» په څېر شعارونه ورکړل او له افغان ښځو سره یې خپله خواخوږي او پیوستون څرګند کړ. هغوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د نقض پر وړاندې جدي او مسؤلانه دریځ خپل کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.