بې پولې خبریالانو په یوه راپور کې اعلان کړی چې افغانستان په ۲۰۲۶ کال کې د نړیوالو رسنیو د ازادۍ په شاخص کې په ۱۸۰ هیوادونو کې ۱۷۵ ځای ته راښکته شوی دی او لا هم په ټوله نړۍ کې تر ټولو ټیټ مقام لري. دغه راپور ښیي چې په هیواد کې د رسنیو ازادي لا هم په خورا محدوده سطحه پاتې ده.
د راپور له مخې، د افغانستان ټولیز امتیاز له ۱۷.۸۸ څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۱۹.۵۱ ته لوړ شوی، خو دا لږ بدلون هم نشو کولی په هیواد کې بنسټیز بدلون رامنځته کړي او افغانستان لا هم په هغو هېوادونو کې پاتې دی چې د رسنیو ازادي یې خورا محدوده ده.
دا بنسټ د رسنیو ازادي د پنځو شاخصونو پر بنسټ ارزیابي کوي: سیاسي، اقتصادي، حقوقي، ټولنیز او امنیتي. په سیاسي شاخص کې، افغانستان په ۲۰۲۶ کال کې په ۱۵۸ رتبه کې قرار لري، چې په تېر کال کې د ۱۶۳ مقام په پرتله لږ ښه والي ښيي، خو لا هم د رسنیو پر فعالیتونو لوړ تاثیر او نظارت پاتې دی.
په اقتصادي شاخص کې افغانستان په ۱۶۵ رتبه کې پاتې شوی، چې د رسنیو د مالي ستونزو او د خپلواکو بنسټونو د فعالیتونو جدي ننګونې څرګندوي. په حقوقي شاخص کې هم افغانستان په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کالونو کې په ۱۷۸ ځای کې پاتې دی، چې د دې څانګې په اړه پراخ حقوقي محدودیتونه ښيي.
په ټولنیز شاخص کې افغانستان په ۱۷۵ رتبه کې پاتې شوی، چې دا د فشارونو او محدودیتونو څرګندونه کوي، په ځانګړې توګه د ښځو خبريالانو لپاره. په امنیتي شاخص کې هم وضعیت خراب شوی، افغانستان له ۱۷۵ ځایه په تېر کال کې د ۱۷۷ ځای ته راښکته شوی، چې دا د خبریالانو لپاره د کواښونو، توقیفونو او خطرونو زیاتوالي ته اشاره کوي.
بې پولې خبریالان دا وضعیت د طالبانو د واکمنۍ د بیا پیل وروسته په افغانستان کې د رسنیو په فضا کې د پراخو بدلونونو پایله بولي. د دې ادارې په وینا، رسنۍ په داسې شرایطو کې فعالیت کوي چې د نظرونو تنوع محدوده شوې او د معلوماتو خپرول تر نظارت او کنټرول لاندې کېږي.
د راپور له مخې، په دې بدلونونو سره په لومړۍ درې میاشتو کې ۴۳٪ رسنۍ وتلې او د هېواد د شاوخوا ۱۲ زره خبریالانو څخه دوه پر درې برخې خپل مسلک پرېښودلی دی. دغه شمېرې په افغانستان کې د رسنیو د فعالیتونو په کمښت کې یو ستر کموالی ښیي.
په راپور کې ویل شوي چې ښځې خبریالانې تر ټولو زیاتې زیانمنې شوي دي: داسې چې له هر ۱۰ ښځو څخه ۸ یې نور په دې مسلک کې فعالیت نه کوي او پاتې کسان پراخو محدودیتونو سره مخ دي، چې په هغې کې د رسنیو په برخه کې د حضور محدودیت او د سرچینو ته لاسرسی هم شامل دي.
راپور دې ته هم اشاره کوي چې د حقوقي محدودیتونو زیاتوالی هم یو بل عامل دی، او زیاتوي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې نوي قوانین او مقررات، په ځانګړې توګه د ۲۰۲۴ کال د “امربالمعروف او نهی عن المنکر” قانون، د رسنیو په کنټرول کې زیاتوالی رامنځته کړی دی.
اقتصادي فشارونه هم د رسنیو بحران ته د زیاتو فشارونو د زیاتوالی عامل بلل شوي دي. د نړیوالو مرستو کمښت او اقتصادي رکود د دې لامل شوي چې ګڼ شمېر رسنۍ خپل فعالیتونه بند یا کم کړي، چې په پایله کې یې د ځان سانسورۍ پدیده پراخه شوې ده.
په دې شرایطو کې،دیني، د ښځو حقونه او بشري حقونو مسائل له جدي بندیزونو سره مخ شوي دي، او په ځینو مواردو کې خبریالان اړ شوي چې خپل مطالب د خپرولو مخکې د تایید لپاره وړاندې کړي. دغه وضعیت د آزادو معلوماتو خپرولو په بهیر باندې د پام وړ اغیز کړی دی.
بې پولې خبریالانو خبرداری ورکړی چې د آزادو رسنیو نشتوالی کولی شي شفافیت او ځواب ویلو ته زیان ورسوي او د افغانستان په کې اساسي آزادیو د پراخ کموالي نښه وي. دغه بنسټ همدارنګه ویلي چې اوس مهال ۴ خبریالان د توقیف لاندې دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








