پاکستان له شاوخوا پنځوس کلونو وروسته یو ځل بیا بهرنیو هېوادونو ته د شرابو صادرات پیل کړي دي.
په راولپېنډي کې د «مري بریوري» شرکت مشر ویلي، چې دوی تېره میاشت په پاکستان کې تولید شوي شراب جاپان او یو شمېر اروپایي هېوادونو ته صادر کړي دي.
د نوموړي په وینا، د پاکستاني شرابو صادرات د اوږدې وقفې وروسته بیا فعال شوي او هڅه کوي چې نړیوال بازار ته خپل تولیدات ورسوي.
مري بریوري شرکت د پاکستان له پخوانیو مشروباتي شرکتونو څخه شمېرل کېږي، چې په اسلاماباد، راولپېنډي لاهور او د هېواد په ګڼو نورو ښارونو کې د پلور رسمي مرکزونه لري. د راپورونو له مخې، د پېښور په «پي سي» هوټل کې هم دغه شرکت د شرابو د پلور رسمي جواز لري.
پاکستان که څه هم یو اسلامي هېواد دی، خو د غیر مسلمانو وګړو او بهرنیانو لپاره د ځانګړو قوانینو له مخې د شرابو تولید او پلور اجازه شته.
لیکوال:سعید سمیر








