TOOSnews
اعلان
خوست كې پر درې جريبه ځمكه عصري تفريحي ښارګوټى جوړېږي.
اقتصاديټوس نیوز

خوست كې پر درې جريبه ځمكه عصري تفريحي ښارګوټى جوړېږي.

۱۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د خوست لپاره د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دې ولایت په مرکز کې د یوه خصوصي شرکت له لوري د ۱۰۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د عصري تفریحي کمپلکس د جوړولو چارې پیل شوي دي.

د طالبانو د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، دغه پروژه د خوست ښار د خپلواکۍ منار ترڅنګ پر درې جریبه ځمکه پلې کېږي او موخه یې د ښار د تفریحي او سوداګریزو اسانتیاوو پراختیا بلل شوې ده.

چارواکي وایي، په یاد کمپلکس کې به د کورنیو لپاره د تفریح ځانګړي ځایونه، رستورانتونه، شنې سیمې او نور عصري خدمات جوړ شي، چې د خلکو د تفریح ترڅنګ به ګڼو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

د خوست اوسېدونکي وایي، د ورته پروژو عملي کېدل کولی شي د ښار بڼه بدله او د خلکو لپاره مناسب تفریحي چاپېریال رامنځته کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.