TOOSnews
اعلان
د ٢٠٢۶ كال مټ ګالا؛ د ايشا امباني له ١٨٠٠ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه.
کلتور او هنرټوس نیوز

د ٢٠٢۶ كال مټ ګالا؛ د ايشا امباني له ١٨٠٠ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه.

۱۶ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د سې‌شنبې په ورځ د نړۍ د سینما، فېشن او موسیقۍ یو شمېر مشهور ستوري د امریکا په نیویارک ښار کې د مټ ګالا په کلنیو مراسمو کې راټول شول.

دغه ستره هنري او فېشنیزه غونډه چې هر کال د مېټروپولیټن هنري موزیم په کوربه‌توب ترسره کېږي، د دې ځل لپاره هم د نړۍ د نامتو څېرو او بې‌سارې ډیزاینونو شاهده وه.

په مراسمو کې د هندي سوداګرې ایشا امباني حضور تر ټولو ډېر د خلکو پام ځان ته واړاوه. هغې داسې دودیزې جامې اغوستې وې چې د راپورونو له مخې په نږدې ۱۸۰۰ الماسو او سره زرو سينګار شوې وې، او د فېشن په نړۍ کې یې ځانګړې توجه جلب کړه.

دغه مراسم تل د نوو فېشن رجحاناتو او لوکس ډیزاینونو د نندارې مهم مرکز ګڼل کېږي، او سږ کال هم د ستورو د جالبو او هنري جامو له امله د نړیوالو رسنیو د بحث مهمه موضوع ګرځېدلې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.