ایراني چارواکو د بشري حقونو فعاله او د نوبل سولې جایزې ګټونکې نرګس محمدي د هغې د روغتیايي وضعیت د خرابېدو له امله په ضمانت له زندانه خوشې کړې ده.
نرګس محمدي چې د ایران د زنجان په زندان کې بندي وه، په دې وروستیو کې دوه ځله د زړه له حملې سره مخ شوې وه. د هغې ملاتړو خبرداری ورکړی و، که بېړنۍ طبي پاملرنه ورته برابره نه شي، ژوند به یې له جدي خطر سره مخ شي.
د نرګس محمدي اړوند بنسټ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، هغه د امبولانس له لارې له زنجان څخه تهران ته لېږدول شوې ترڅو هلته يي د ځانګړي طبي ټیم تر څارنې لاندې درملنه ترسره شي.
د هغې مېړه تقي رحماني چې دا مهال په پاریس کې ژوند کوي، ویلي چې یوازې لنډمهاله خوشې کېدل بسنه نه کوي او ټینګار یې کړی چې نرګس باید بېرته هغه زندان ته ونه استول شی چې روغتیایي حالت یې پکې زیانمن شوې دی.
پر ۵۴ کلنې نرګس محمدي د بند اوږده سزا پاتې ده. نوموړې د تېرو شلو کلونو ډېره برخه د بشري حقونو، د ښځو د اجباري حجاب او د اعدام د سزا پر ضد د مبارزې له امله په زندانونو کې تېره کړې ده.
هغې په ۲۰۲۳ کال کې د بشري حقونو په برخه کې د خپلو فعالیتونو له امله د نوبل سولې جایزه ترلاسه کړه، خو د جایزې په مراسمو کې يي د زنداني کېدو له امله ګډون ونشو کړای. د هغې دوو ماشومانو په ناروې کې د خپلې مور په استازیتوب دغه جایزه ترلاسه کړې وه.
لیکوال:سعید سمیر








