په تورخم کې پاکستاني دولتي سرچینو تایید کړې چې د محرم الحرام د رخصتیو له امله به د جون په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې وي.
د دې پرېکړې له مخې، افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر او عادي تګ راتګ به د دوو ورځو لپاره ودرول شي او د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته به بېرته پیل شي.
د تورخم پولې ترڅنګ د حمزه بابا افغان کډوالو کمپ هم د دغو دوو ورځو لپاره د مراجعینو پر مخ تړل شوی دی. په لنډي کوتل کې مرستیال کمېشنر انعام الله وزیر ویلي چې د جون په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه به په یاد کمپ کې ټول اداري او دفتري فعالیتونه درېدلي وي. نوموړي له افغان کډوالو غوښتي چې په دې موده کې دغه مرکز ته له ورتګ څخه ډډه وکړي، څو له احتمالي ستونزو او بېځایه انتظار سره مخ نه شي.
پاکستاني چارواکو له کډوالو غوښتنه کړې چې د حکومتي لارښوونو او ټاکل شوي مهالویش پابندي وکړي او د هر ډول نویو بدلونونو لپاره د چارواکو رسمي خبرتیاوې تعقیب کړي. د کمپ د چارواکو په وینا، د محرم الحرام د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته به د حمزه بابا کمپ خپل عادي فعالیتونه بېرته پیل کړي او ټول خدمات به د پخوا په څېر وړاندې شي.
د حمزه بابا کمپ په پاکستان کې د مېشتو افغان وګړو د ثبت، د اسنادو د پروسس او نورو اداري چارو لپاره یو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي چې هره ورځ ورته ګڼ شمېر کسان مراجعه کوي. د پولې د بندېدو پر مهال به د کډوالو د ستنېدو بهیر په بشپړ ډول ځنډېدلی وي او له رخصتیو وروسته به بېرته پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ لا هم په شدت سره روانه ده. د راپورونو له مخې، تېر کال شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې څخه په زوره یا خپله خوښه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
د بشري حقونو د څار ډلو د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې پر افغان کډوالو د پولیسو چاپې زیاتې شوي دي او یوازې له پنجاب ایالت څخه تر ۳۴ زرو ډېر کډوال ایستل شوي، چې له امله یې په تورخم کې د کډوالو اوږده کتارونه جوړ شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








