پاکستاني رسنيو خبر ورکړی، چې مشهور ديني عالم مولانا شيخ ادريس د خيبر پښتونخوا په چارسده کې د ناپېژنده وسله والو په بريد کې وژل شوی دی. پېښه نن سهار رامنځته شوې، چې پکې بريدګرو پرې ډزې کړې او له سيمې تښتېدلي دي.
نوموړی د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعيت علمای اسلام ګوند غړی و او د اوږدې مودې لپاره يې ديني فعاليتونه کول. ويل کېږي، چې هغه د يو شمېر افغان طالبانو ښوونکی هم پاتې شوی و.
په وروستيو کې مولانا شيخ ادريس د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منير او حکومت په ملاتړ څرګندونې کولې، چې له امله يې له نيوکو سره مخ شوی و او د هغه څرګندونې ډېرې جنجالي شوې وې.
تر دې مهاله د بريد مسووليت کومې ډلې نه دی منلی، خو امنيتي ادارو د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
لیکوال:سعید سمیر








