د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د مالدیف د «الماس جوبیلي» څلور اړخیزو نړیوالو سیالیو په دویمه لوبه کې د پنجشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۴مه، د بنګلهدېش له لوبډلې سره مخامخ شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه لوبه به د کابل پر وخت د شپې په ۸:۳۰ بجو د مالدیف په پلازمېنه ماله ښار کې ترسره شي.
د خوزه انتونیو نوګیرا تر روزنې لاندې افغان لوبډلې خپلې سیالۍ په بریا پیل کړې او په لومړۍ لوبه کې یې کوربه مالدیف ته د ۱-۰ په پایله ماته ورکړه.
په هغې لوبه کې رومان فاضي د لوبې په ۸۰مه دقیقه کې یوازینی ګول وواهه او افغانستان ته یې درې ارزښتناک امتیازونه ترلاسه کړل.
افغانستان د دغې بریا په ترلاسه کولو سره د سیالیو د جدول سر ته رسېدلی او اوس هیله لري چې د بنګلهدېش پر وړاندې د ښې پایلې په ترلاسه کولو سره د پایلوبې پر لور یو مهم ګام پورته کړي.
د «الماس جوبیلي» سیالۍ د افغانستان، مالدیف، پاکستان او د بنګلهدېش د ۲۳ کلنو کمعمره لوبډلې په ګډون د غبرګولي له ۱۱مې تر ۲۰مې نېټې پورې په مالدیف کې ترسره کېږي.
د افغانستان ملي لوبډله به له بنګلهدېش سره تر لوبې وروسته، د دې پړاو په درېیمه او وروستۍ لوبه کې د غبرګولي په ۱۷مه له پاکستان سره مخامخ شي.
که افغان لوبډله خپل بریالی بهیر دوامداره وساتي او مثبتې پایلې ترلاسه کړي، نو د دغو سیالیو پایلوبې ته د رسېدو له اصلي مدعیانو څخه به وي.
لیکواله:سلیمه آریایي








