د امرالله صالح په مشرۍ د افغانستان زرغون بهر اعلان کړی چې د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۲۸مه، د دې غورځنګ اړوندو ځواکونو د تخار ولایت د چال ولسوالۍ په یوه سیمه کې د طالبانو پر یوه ورودي پوسته برید کړی دی.
دې غورځنګ د پېښې په اړه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې د دې نظامي څانګې، چې «شنې قطعې» په نوم یادېږي، د عملیاتو پر مهال د طالبانو ځواکونو ته درانه تلفات اړولي دي.
د هغو معلوماتو له مخې چې زرغون بهیر د ویډیو له خپرولو سره یوځای کړي، د شنې قطعې ځواکونو د سهار له ۷ بجو څخه د شپې تر ۱۰ بجو پورې د چال ولسوالۍ وضعیت څارلی او وروسته یې پر طالبانو د دغې پوستې پر وړاندې عملیات ترسره کړي دي.
شنه قطعه د افغانستان د زرغون بهیر عملیاتي څانګه ده چې د افغانستان د پخواني ولسمشر د مرستیال امرالله صالح په مشرۍ فعالیت کوي. دغه ډله وايي، د خپلو عملیاتو موخه پر طالب ځواکونو د زیانونو اړول دي.
زرغون بهیر زیاته کړې چې په نښه شوې پوسته کې مېشتو طالب ځواکونو ته «درانه تلفات» اوښتي دي، خو د تلفاتو کره شمېر یې نه دی ښودلی. د دې ډلې په وینا، برید کوونکي د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته بېرته خپلو ځایونو ته ستانه شوي دي.
په «اېکس» ټولنیزه شبکه کې د افغانستان د زرغون بهیر رسمي حساب هم د دې عملیاتو ترسره کېدل تایید کړي او دا یې پر طالبانو د شویو بریدونو له ډلې څخه بللی دی.
طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه کومه څرګندونه نه ده کړې او د دې راپور تر خپرېدو پورې د طالبانو یا د دې ډلې اړوندو رسنیو له لوري د پېښې د جزیاتو په اړه کوم خپلواک راپور هم نه دی خپور شوی.
په وروستیو اوونیو کې د افغانستان په شمالي او شمال ختیځو سیمو کې د طالبانو د وسله والو مخالفو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه راپورونه خپاره شوي دي؛ خو په ډېرو مواردو کې د دغو فعالیتونو جزیات او د نښتو له امله د اوښتو تلفاتو کره اندازه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
لیکواله:سلیمه آریایي








