خپلواکې امریکایۍ خبریالې او مستند جوړوونکې، لېنډسي سنیل، ادعا کړې چې د جبهة النصرې یو غړی چې کلونه وړاندې یې ورسره مرکه کړې وه او وروسته یې د دې په تښتولو کې لاس درلود، اوس په واشنګټن کې د سوریې سفارت د کاردار په توګه دنده ترسره کوي.
سنیل د سېشنبې په ورځ، د جولای په ۲۸مه، په اېکس ټولنیزه شبکه کې د یوه ویډیویي راپور په خپرولو سره دا ادعا مطرح کړه. هغې په دې راپور کې د هغې مرکې یوه برخه چې د دې په وینا په ۲۰۱۵ کال کې یې د سوریې په ادلب ولایت کې ترسره کړې وه، بیا خپره کړه.
د سنیل په وینا، په دې ویډیو کې موجود کس د «محمد» په نوم او په داسې حال کې چې مخ یې پټ و، له هغې سره خبرې کړې وې. هغه ادعا کوي چې دا کس همغه محمد القناطري دی، چې اوس مهال په واشنګټن کې د سوریې د سفارت کاردار دی.
دا خبریاله وايي یاده شوې مرکه هغه مهال ثبت شوې وه چې د ادلب ولایت پراخې برخې د جبهة النصرې په کنټرول کې وې. د هغې په وینا، د سترګو، مخ، خبرو کولو اندازې ورته والی او د زړو او نویو خبرو د ځینو برخو مقایسه د دې د ادعا لاملونه دي.
سنیل تر دې وړاندې هم په سوریه کې د خپلې تجربې په اړه ویلي وو چې په ۲۰۱۶ کال کې په یوه خبري ماموریت کې د جبهة النصرې پورې اړوند کسانو لخوا وتښتول شوه او شاوخوا دوې اونۍ د هغوی په بند کې وه. هغې دغه راز ویلي چې په دې موده کې څو ځلې پوښتل شوې او له تېښتې وروسته د ترکیې مرز ته د رسېدو پر مهال د هغه هېواد د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شوه او د څه مودې لپاره زنداني وه.
له دې سره سره، سنیل په خپل نوي راپور کې په ویډیو کې د شته کس د هویت یا په جبهة النصره کې د هغه د غړیتوب د ثابتولو لپاره کوم نوی سند نه دی وړاندې کړی. د هغې اصلي استدلال پر همغې په ادلب کې ثبت شوې مرکې او د دغه کس د تېرو او اوسنیو خبرو د برخو په پرتله کولو متکي دی.
د دې خبر تر خپرېدو پورې، د سوریې انتقالي حکومت، په واشنګټن کې د سوریې سفارت او امریکايي چارواکو دې ادعا ته کوم غبرګون نه دی ښودلی. همدا راز هېڅ خپلواکې او رسمي ادارې تر اوسه په ویډیو کې د شته کس هویت د سوریې له اوسني کاردار سره نه دی تایید کړی او نه یې هم رد کړی دی.
جبهة النصره په ۲۰۱۲ کال کې د احمد الشرع په مشرۍ، چې په ابومحمد الجولاني مشهور و، په سوریه کې د القاعدې ډلې د څانګې په توګه رامنځته شوه. دې ډلې په ۲۰۱۶ کال کې اعلان وکړ چې له القاعدې سره یې خپله اړیکې شلولي او خپل نوم یې «جبهه فتح الشام» ته بدل کړی دی. دې ډلې وروسته له څو نورو ډلو سره په ائتلاف کې «هیئت تحریر الشام» جوړ کړ. احمد الشرع په ۲۰۲۴ کال کې د بشار اسد د حکومت له سقوط وروسته د سوریې د انتقالي حکومت ریاست پر غاړه واخیست او له هغه وروسته هیئت تحریر الشام منحله شوه.
لیکواله:سلیمه آریایي








