د پرځېدلي جمهوري نظام پخواني ولسمشر مرستيال امرالله صالح ويلي، که افغانستان نن يو بااعتباره او ملي نظام درلودای، نو د هېواد لومړنی ستورمزلی عبدالاحد مومند به د يوه ملي اتل په توګه په رسمي مراسمو او ځانګړي درناوي خاورو ته سپارل شوی وای.
صالح په اېکس ټولنيزه شبکه کې په خپره کړې ليکنه کې ويلي، عبدالاحد مومند هغه شخصيت و چې د افغانستان نوم يې له ځمکې تر فضا پورې ورساوه، خو له هغې وروسته په تېرو کلونو کې داسې فرصت برابر نه شو چې د نوموړي علمي تجربې، پوهه او لاسته راوړنې د هېواد نوي نسل ته ولېږدول شي.
هغه د افغانستان پر اوسني سياسي وضعيت نيوکه کړې او ويلي يې دي چې د طالبانو واکمني نه ملي مشروعيت لري او نه هم د خلکو ترمنځ د يووالي، باور او ډاډ د رامنځته کولو وړتيا لري.
د صالح په وينا، په داسې شرايطو کې د افغانستان ستر علمي او ملي شخصيتونه خپل اصلي او مناسب ځای له لاسه ورکوي او آن له مړينې وروسته هم هغه درناوی نه ورته کېږي چې د هغوی د خدمتونو او مقام له مخې يې مستحق دي.
لیکوال:سعید سمیر








