TOOSnews
اعلان
په کابل کې د ناپېژنده وسله‌والو له خوا د طالبانو یو افسر او یو ځوان ووژل شول.
افغانستانټوس نیوز

په کابل کې د ناپېژنده وسله‌والو له خوا د طالبانو یو افسر او یو ځوان ووژل شول.

۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځايي سرچینې په کابل کې وایي چې د طالبانو د دفاع وزارت یو افسر له یوه ځوان سره یوځای د ناپېژندو وسله‌والو کسانو د ډزو په پایله کې وژل شوي دي.

د سرچینو په وینا، دغه افسر نورالله نومېده او د طالبانو په منصوري قول اردو کې یې دنده ترسره کوله. بل ځوان چې په دې پېښه کې وژل شوی، عبدالخالق صافی معرفي شوی او د کابل ښار اوسېدونکی و.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه پرون د غبرګولي په ۵مه د کابل د دولسمې امنیتي حوزې اړوند د ارزان‌قیمت سیمه کې رامنځته شوې ده.

تر اوسه د دې ډزو د عاملانو هویت او د قتل انګېزه نه ده روښانه شوې. طالبانو هم تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

باخبره سرچینې وایي چې په وروستیو اوونیو کې په کابل کې د جرمونو کچه لوړه شوې ده. د دغو سرچینو په خبره، د ښار په بېلابېلو سیمو کې وسله‌والې پېښې او هدفي وژنې زیاتې شوي دي.

درې ورځې وړاندې هم د کابل په سرای شهزاده کې د وسله‌والو کسانو په ډزو کې څلور کسان، د یوې ښځې په ګډون، وژل شوي وو.

طالبان تل په افغانستان کې د سراسري امنیت د ټینګښت خبره کوي، خو په ځینو سیمو کې د امنیتي پېښو او وسله‌والو بریدونو دوام د خلکو اندېښنې زیاتې کړي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.