الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د اسراییل، قطر، کویټ او متحده عربي اماراتو ته د ۸.۶ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو د پلورولو تصدیق کړی دی. د دې راپور له مخې، دغه د وسلو بسته د واشنګټن او خپلو سیمه ییزو شریکانو ترمنځ د نظامي او امنیتي همکارۍ په چوکاټ کې ارزول کيږي.
تر اوسه د دې وسلو دقیق ډول او د تحویل وخت په رسمي توګه نه دي خپاره شوي، خو داسې ګامونه معمولاً د امریکا د متحدانو د دفاعي وړتیا د پیاوړتیا لپاره اخیستل کيږي.
دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کيږي چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې ویلي چې تر هغو پورې چې د امریکا موخې نه وي ترلاسه شوي، له ایران سره جګړه به پای ته ونه رسېږي. دا څرګندونې په داسې وخت کې شوي دي چې سیمه ییزې اندیښنې او تناوونه زیات شوي، او دې خبرې په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه را پارولي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








