د طالبانو د امر بالمعروف مامورینو په هرات کې لږ تر لږه پنځه ښځې د مخ نه پټولو له امله نیولي او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړي دي. عیني شاهدان وايي، دغو ښځو او نجونو د نیول کېدو پر مهال بشپړ حجاب درلود، خو مخونه یې په ماسک یا ټوکر نه وو پټ کړي.
یوه عیني شاهد ویلي، د ځايي وخت له مخې شاوخوا د مازدیګر په پنځو بجو، دوه ځوانې نجونې له خپلې سپینسرې مور سره د محبس په سړک کې د امر بالمعروف د مامورینو له خوا ودرول شوې. د دغه شاهد په وینا، دواړو نجونو بشپړ حجاب درلود، خو مخونه یې نه وو پټ کړي.
په یوه بله پېښه کې، درې ښځې د مجیدي په سړک کې د طالبانو د امر بالمعروف د مامورینو له خوا ونیول شوې. د شاهدانو د څرګندونو له مخې، دغه ښځې هم د مخونو نه پټولو له امله ودرول شوې او وروسته نامعلوم ځای ته انتقال شوي دي.
یو بل عیني شاهد هم وویل، هغه سړی چې د ښځو د نیولو پر وړاندې یې اعتراض کړی و، د طالبانو د مامورینو له خوا وهل شوی دی. تر اوسه د نیول شویو ښځو د وضعیت او هغه ځای په اړه چې انتقال شوي دي، نور جزیات نه دي خپاره شوي.
دا پېښې په داسې حال کې راپور شوي دي چې د طالبانو د امر بالمعروف مامورین په ځینو مواردو کې د ښځو د جامو او په عامه ځایونو کې د هغوی د حضور اړوند محدودیتونه عملي کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








