د ننګرهار ولایت د هیموډیالیز روغتون ډاکترانو د یوه ۲۰ کلن ناروغ له ښي پښتورګي څخه ۸۵ کوچنۍ تېږې د بریالیو عملیاتو په ترڅ کې ایستلې دي.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۳۰مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد ناروغ په ډېر نازک روغتیايي وضعیت کې روغتون ته لېږدول شوی و، خو د متخصصو ډاکترانو د هڅو له امله د مړینې له جدي خطر څخه وژغورل شو.
د ننګرهار د هیموډیالیز روغتون رییس ذبیحالله رووفي ویلي، چې د روغتون د متخصص ټیم او پرمختللو طبي وسایلو په مټ اوس د پښتورګو د سختو او پېچلو ناروغیو درملنه په اغېزمن ډول ترسره کېږي. د هغه په وینا، دغه عملیات د یورولوژۍ متخصصینو او تجربه لرونکي جراحي ټیم له لوري په بریالیتوب سره ترسره شوي دي.
د روغتیايي چارو مسوولین وايي، په روغتونونو کې د متخصصو ډاکترانو شتون او د عصري طبي تجهیزاتو برابرېدل د دې لامل شوي چې ګڼې پېچلې ناروغۍ په کور دننه او سیمهییزه کچه درملنه شي.
د ناروغ کورنۍ هم د روغتون د جراحي ټیم له چټک او بریالي اقدام څخه خوښي څرګنده کړې او د روغتیايي پرسونل هڅې یې ستایلې دي.
لیکوال:سعید سمیر








