TOOSnews
اعلان
د شانګهاى سازمان په نندارتون كې د افغانستان د اقتصادي همكاریو پر پياوړتيا ټينګار وشو.
اقتصاديټوس نیوز

د شانګهاى سازمان په نندارتون كې د افغانستان د اقتصادي همكاریو پر پياوړتيا ټينګار وشو.

۸ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي د قرغیزستان په پلازمېنه کې د شانګهای همکاریو سازمان په نندارتون کې د ګډون پر مهال د افغانستان او د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخولو او سوداګرۍ د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا نندارتون د قرغیزستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په کوربتوب جوړ شوی او د قرغیزستان د لومړي وزیر لومړي مرستیال دانیار امان‌ګېلدیف پرانیستی دی.

د خبرپاڼې له مخې، هاشمي د نندارتون په څنډه کې د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د سوداګرۍ او صنایعو خونو له یو شمېر رییسانو او استازو سره د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

همدارنګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي د قرغیزستان د لومړي وزیر له لومړي مرستیال سره یو ځای د نندارتون له بېلابېلو برخو لیدنه کړې او د افغانستان او د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي تعاملاتو، پانګونې او سوداګرۍ لپاره د نویو فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پلاوي د دغه سفر موخه د خصوصي سکټور د اړیکو پراخول او د قرغیزستان، تاجیکستان، روسیې، ازبکستان او ایران د سوداګرۍ خونو له استازو سره د همغږۍ زیاتول دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.