د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د «بریا جام» په نوم د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه یوه ورځنۍ سیالۍ د پهلوانۍ فدراسیون د استازولۍ له لوري، د لوګر د بدني روزنې او ورزش آمریت په همکارۍ، جوړې شوې وې.
د سرچینې په وینا، په سیالیو کې د بېلابېلو عمرونو ۴۰ ورزشکارانو ګډون کړی و او د اتلولۍ لپاره یې له یو بل سره سیالۍ وکړې.
د سیالیو په پای کې ۲۰ ورزشکارانو د خپلو سیالانو په ماتولو او د ډېرو امتیازونو په ترلاسه کولو سره په بېلابېلو کټګوریو کې د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست په خبرپاڼه کې د سیالیو د ګټونکو نومونه او د هغوی د عمرونو کټګورۍ نه دي په ډاګه کړي.
لیکوال:سعید سمیر








