TOOSnews
اعلان
بلجیم د طالبانو پنځه کسیز پلاوي لپاره یوه ورځنۍ ویزې صادرې کړي ده.
نړۍټوس نیوز

بلجیم د طالبانو پنځه کسیز پلاوي لپاره یوه ورځنۍ ویزې صادرې کړي ده.

۳ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

بلجیم اعلان کړی چې د طالبانو د پنځه کسیزې پلاوي لپاره یې د کډوالۍ په اړه د اروپايي ټولنې په بروکسل کې په یوه غونډه کې د ګډون لپاره د یوې ورځې ویزه صادره کړې ده. د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې دغه ویزې د وخت او جغرافیې له پلوه محدودې دي او یوازې د بلجیم په خاوره کې د یوې ورځې لپاره د اعتبار وړ دي.

د اروپايي ټولنې دوو چارواکو هم تایید کړې چې د دې پلاوي غړو ته د یوې ورځې ویزې ورکړل شوي دي. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د ویزو اعتبار یوازې د سه شنبې ورځې، د چنګاښ دویمې نېټې، لپاره ټاکل شوی دی.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت د امنیتي ملاحظاتو له امله د دې سفر د دقیق وخت او جزییاتو له اعلانولو ډډه کړې ده.

تر دې وړاندې باخبره سرچینو ویلي وو چې د طالبانو پلاوی د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقاهر بلخي په مشرۍ، به د سې شنبې په ورځ له ترکیې څخه بروکسل ته ولاړ شي.

دا سفر د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د تخنیکي خبرو لپاره پلان شوی دی. همدارنګه دا لومړی ځل دی چې له نږدې پنځو کلونو راهیسې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، اروپايي ټولنې د دې ډلې یو پلاوی بللی دی.

د دې غونډې جوړېدل د بشري حقونو د ځینو فعالانو او یو شمېر افغان فعالانو له غبرګونونو سره مخ شوي دي. منتقدین د اروپايي ټولنې له خوا د طالبانو د پلاوي د مېلمه‌پالنې په اړه اندېښنې څرګندې کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.