TOOSnews
اعلان
بورتنيكوف: د طالبانو وسله وال مخالفين د بربټانيا په ملاتړ د شمالي سيمو د نيولو هڅه كوي.
نړۍټوس نیوز

بورتنيكوف: د طالبانو وسله وال مخالفين د بربټانيا په ملاتړ د شمالي سيمو د نيولو هڅه كوي.

۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د روسیې د فدرالي امنیت ادارې مشر الکساندر بورتنیکوف ویلي، چې د طالبانو مخالفې ډلې د برېټانیې د استخباراتي ادارو په ملاتړ هڅه کوي د افغانستان ځینې سیمې، په ځانګړې توګه د هېواد شمالي برخې، د طالبانو له کنټروله وباسي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي د سې‌شنبې په ورځ د ګډو ګټو هېوادونو (CIS) د امنیتي او ځانګړو خدمتونو ادارو د مشرانو غونډې ته ویلي، چې داعش خراسان ډلې، له هغې سره تړلې جهادي شبکې او د طالبانو وسله‌وال مخالفین د برېټانیۍ د استخباراتو په ملاتړ د طالبانو د حکومت د کمزوري کولو لپاره فعالیتونه کوي.

بورتنیکوف ادعا کړې، چې یاده ډلې هڅه کوي د طالبانو له واکه بهر سیمې پراخې کړي، څو د افغانستان په شمال کې خپل نفوذ زیات کړي. هغه خبرداری ورکړی، چې داعش خراسان ډله د منځنۍ اسیا هېوادونو لکه تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان او قزاقستان جنګیالي جذبوي.

د هغه په وینا، دغو ډلو پټې «ترهګرۍ» شبکې یې جوړې کړې او د سیمې په هېوادونو کې د بریدونو پلانونه لري. نوموړي زیاته کړې، چې روسیې د تاجکستان او ازبکستان له امنیتي ادارو سره په ګډه همکارۍ په روسیه کې د څو «ترهګریزو» بریدونو مخه نیولې ده.

د روسیې د استخباراتو مشر د خبرو پر دوام د طالبانو له حکومت سره د ترهګرۍ ضد همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د سیمې امنیت د افغانستان ثبات او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکو پورې تړاو لري.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې فعالیتونه، او همداراز د مقاومت جبهې او ازادۍ جبهې وسله‌وال بریدونه، د طالبانو حکومت لپاره له مهمو امنیتي ننګونو ګڼل کېږي. همداراز، په دې وروستیو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچ هم د سیمې د امنیتي اندېښنو له مهمو عواملو بلل کېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.