د فارس خبري اژانس، چې د سپاه پاسداران پورې تړلی دی، د محلي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دوه توغندي د امریکا د سمندري ځواک یوې کښتۍ ته لګېدلي دي. په راپور کې راغلي چې یادې کښتۍ د جاسک په شاوخوا کې او د هرمز ټنګي پر لور روانه وه.
د راپور له مخې، دغه کښتۍ سره له دې چې د ایران اسلامي جمهوریت د سمندري ځواک له خوا خبرداری ورکړل شوی و، خپل مسیر ته دوام ورکړ او په دې توګه په توغنديز برید کې هدف وګرځېده. دغې رسنۍ زیاته کړې چې امریکايي کښتۍ د دې پېښې وروسته نور د حرکت وړ نه وه.
فارس خبري اژانس همدارنګه ویلي چې یادې کښتۍ د توغندیو د لګېدو وروسته شات تګ اړ شوه او سیمه یې پریښې ده. د کښتۍ د زیان یا د بریدګرو د وضعیت په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
په بل لوري کې، یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي باراک راویډ، د اکسيوس خبریال سره په خبرو کې دغه راپور رد کړی او ناسم یې بللی دی. دغه چارواکي ټینګار کړی چې په هرمز ټنګي کې پر امریکايي کښتۍ داسې برید نه دی شوی.
مخکې له دې هم د ایران اسلامي جمهوریت د پوځ عامه اړیکو ویلي و چې د سمندري ځواک له چټک او قاطع خبرداري سره د امریکا او اسرائیل کښتۍ د هرمز ټنګي سیمې ته له ننوتو څخه مخنیوی شوی دی. دغه موضوع د وروستیو راپورونو سره یو ځای د سیمې د پېښو په اړه د روایتونو پېچلتیا نوره هم زیاته کړې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








