TOOSnews
اعلان
سي‌اېن‌اېن: د امریکا د پوځ لوی درستیز د ایران له جګړې څخه د وتلو د لارې په لټه کې دی.
نړۍټوس نیوز

سي‌اېن‌اېن: د امریکا د پوځ لوی درستیز د ایران له جګړې څخه د وتلو د لارې په لټه کې دی.

۱۸ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

سي‌اېن‌اېن شبکې د درېیو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال ډان کېن د ایران له جګړې څخه د «وتلو د لارې» د موندلو په هڅه کې دی.

سي‌اېن‌اېن د شنبې په ورځ، د زمري اوولسمه، راپور ورکړی چې ډان کېن باور لري چې یوازې هوايي بریدونه نه شي کولای له ایران سره په جګړه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پوځي اهداف ترلاسه کړي.

د راپور له مخې، کېن خپلې اندېښنې د امریکا د مرکزي استخباراتو له رییس جان راتکلیف، د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو او د امریکا د ولسمشر له مرستیال جي‌ډي وېنس سره شریکې کړي دي.

د سي‌اېن‌اېن سرچینو ویلي چې د امریکا د پوځ لوی درستیز له پوځي سلاکارانو او لوړپوړو چارواکو سره په ګڼو خبرو کې له «جګړې څخه د وتلو د لارې موندلو» په اړه خبرې کړي دي.

د دې راپور د سرچینو په وینا، ډان کېن د جګړې له دوام سره مخالفت نه دی کړی، بلکې اصلي اندېښنه یې دا ده چې ایا د امریکا د حکومت مطلوب پوځي اهداف یوازې د هوايي بریدونو له لارې ترلاسه کېدای شي که نه.

د امریکا د پوځ لوی درستیز د تېرې میاشتې په وروستیو کې هم ویلي وو چې «هوايي ځواک خپل محدودیتونه لري». خو هغه وروسته په سپینه ماڼۍ کې په یوه غونډه کې وویل چې که ولسمشر امر وکړي، د امریکا پوځ «په یقیني ډول کولای شي ایران، په سخته وځپي».

یوې سرچینې سي‌اېن‌اېن ته ویلي چې د هغه په باور، ډان کېن د «پوځ د ساتنې» لپاره د جګړې د پای ته رسولو د یوې لارې په لټه کې دی.

د امریکا د پوځ د لوی درستیز ویاند جوزف هالستډ د دې راپور په اړه له څرګندونو ډډه کړې ده. هغه ویلي چې پوځ د لوی درستیز او ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر یا نورو لوړپوړو چارواکو ترمنځ د محرمو خبرو په اړه څرګندونې نه کوي.

هالستډ همداراز د دغو خبرو په اړه هغه بې‌نومه او یو اړخیزې څرګندونې رد کړي چې د ده په وینا، هغو سرچینو کړي دي چې د دغو مذاکراتو له محتوا څخه خبر نه وي، او ویلي یې دي چې په دې اړه به هم څرګندونې ونه کړي.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پیل شاوخوا ۱۶۰ ورځې تېرېږي او دواړو هېوادونو په دې موده کې لږ تر لږه درې پړاوونه جګړه او خبرې اترې تېرې کړي دي. همداراز، د جګړې د پای ته رسولو هغه تفاهم‌لیک چې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له خوا لاسلیک شوی و، نقض شوی دی.

د متقابلو بریدونو له درېدو وروسته، په وروستیو ورځو کې څو امریکايي رسنیو، د رویټرز په ګډون، په منځني ختیځ کې د امریکا په اډو کې د ځینو مهمو وسلو د زېرمو د پام وړ کمېدو خبر ورکړی دی. د دغو راپورونو له مخې، د امریکا د پاتریوت دفاعي توغندیو زېرمې هم د پام وړ کچه کمې شوي دي.

سي‌اېن‌اېن هم راپور ورکړی چې د امریکا د «ځینو مهمو مهماتو» زېرمې ډېرې ټیټې کچې ته رسېدلي دي او ډان کېن لږ تر لږه په دوو غونډو کې له ډونالډ ټرمپ سره دا موضوع مطرح کړې ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.