هلمند کې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر اړوند پر غصب شوې ځمکه د ودانیزو چارو کار د قومي مشرانو له لوري ودرول شو
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې ځايي سرچینې وایي، د علماوو شورا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ملا عبدالاحد فضلي پورې د تړلې هغې ودانیزې پروژې د درولو غوښتنه کړې، چې د خلکو په وینا پر شنه ساحه او دولتي ځمکه روانه وه.
د سیمې اوسېدونکو ویلي، شنبې د غويي په ۲۶مه د علماوو شورا د هلمند والي او امنیه قوماندان ته رسمي مکتوب استولی او غوښتنه یې کړې چې د لښکرګاه ښار د درېیمې حوزې اړوند سیمه کې د هر ډول ناقانونه ودانیزو چارو مخه ونیول شي. د شورا په مکتوب کې ټینګار شوی چې دغه ساحه باید د ښاروالۍ د نقشې له مخې تنظیم او اباده شي.
ځايي خلک وایي، نن سهار بیا هم د یاد وزیر اړوند کسانو هڅه وکړه چې په سیمه کې د دېوال جوړولو کارونه دوام ورکړي، خو وروسته د علماوو شورا د یو شمېر غړو له مداخلې وروسته چارې ودرول شوې.
د سیمې د اوسېدونکو په خبره، که څه هم تازه رغنیزې چارې درېدلې، خو نیمه جوړ شوي دېوالونه او ساختماني وسایط لا هم په سیمه کې موجود دي. تازه خپرې شوې ویډیوګانې هم ښيي چې کارونه درېدلي او سیمه ارامه ښکاري.
د لښکرګاه د درېیمې ناحیې اوسېدونکو تر دې وړاندې ویلي وو، چې د ملا عبدالاحد فضلي په امر په یاده سیمه کې شپه او ورځ کار روان و څو پراخه ځمکه په دېوالونو راګیره شي.
د خلکو د معلوماتو له مخې، غصب شوې ځمکه شاوخوا اووه جریبه مساحت لري او د سیمې د ځمکو بیې ته په کتو یې ارزښت سلګونه زره ډالرو ته رسېږي.
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي، خو ځايي خلک وایي چې پخوا هم څو ځله په دې سیمه کې رغنیزې چارې درېدلې او وروسته بیا له سره پیل شوې دي.
د سیمې اوسېدونکي غوښتنه کوي چې یاده شنه ساحه دې د ښاروالۍ د اصلي نقشې مطابق وساتل شي او عامه ګټې دې خوندي پاتې شي.
لیکوال:سعید سمیر








