د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرامپ، د هرمز تنګی د امریکا د متحده ایالاتو د قلمرو په توګه اعلان کړ.
ټرمپ د جمعې په ورځ (د زمري۳۰ مه) په سیمهییز وخت د جنوبي کارولینا ایالت کې د خپلې یوې عامه وینا پر مهال وویل: «زه اوس د هرمز تنګی د امریکا قلمرو اعلانوم. دا تنګی د امریکا قلمرو دی.»
ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې امریکا نه شي کولای ایران ته د اټومي وسلو د لرلو اجازه ورکړي، ځکه د نوموړي په وینا، که داسې وشي، ډېرې بدې پېښې به رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا اوس مهال د ایران پر وړاندې پراخ اقتصادي عملیات پیل کړي دي.
په داسې حال کې چې امریکا په سیمه کې خپل پوځي حضور لا هم په پراخه کچه ساتلی او د ایران پر وړاندې سمندري محاصره روانه ده، واشنګټن داسې بندیزونه لګولي چې د امریکا ټول متحدان او حتا چین له ایران سره له سوداګریزو راکړو ورکړو او مالي همکاریو منع کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د امریکا نوي بندیزونه «له اقتصادي جګړې څخه ډېر پراخ» بللي دي.
هغه پر اېکس د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي چې د امریکا دغه اقدام د نورو هېوادونو پر وړاندې د واشنګټن له لوري د «له خپلو پولو بهر د حاکمیت د تحمیلولو» هڅه ده.
هغه لیکلي چې د ایران پر سوداګریزو شریکانو د امریکا بندیزونه په نړیوال قانون کې هېڅ بنسټ نه لري او «هېڅ دولت حق نه لري چې د نورو هېوادونو بانکونه او اقتصادي بنسټونه اړ کړي څو له درېیمو هېوادونو سره خپلې قانوني همکارۍ ودروي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند خبرداری ورکړی چې د دغو سیاستونو پر وړاندې تسلیمېدل «د ښکاره استعمار دورې ته بېرته ستنېدل» دي او د هغه په وینا، دا به «په نړیوال نظام کې د ملي حاکمیت د مفهوم د کمزوري کېدو» لامل شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








