TOOSnews
اعلان
امریکا کې د تېلو په یوه تصفیه خونه کې چاودنه او اور لګېدنه رامنځته شوې.
نړۍټوس نیوز

امریکا کې د تېلو په یوه تصفیه خونه کې چاودنه او اور لګېدنه رامنځته شوې.

۲۰ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په امریکا کې د لوییزیانا ایالټ د «پي بي اف چمالت » تېلو تصفیه‌ خونې په پېښه کې د چاودنې او اور لګېدو وروسته، د سیمې په آسمان کې د لوګي لوړې ستنې لیدل شوي ده. د امریکا ځايي رسنیو راپور ورکړی چې دا پېښه په چالمت سیمه کې د تېلو په تصفیه ‌خونه کې رامنځته شوې ده.

د ځايي چارواکو په وینا، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د دې تصفیه ‌خونې ټول کارکوونکي شمېرل شوي دي او تر اوسه د مړو یا ټپي کسانو په اړه کوم راپور نه دی خپاره شوي.

مسؤل چارواکو لا هم د چاودنې د رامنځته کېدو علت نه دی اعلان کړی او د دې پېښې د احتمالي تاوان په اړه نور جزئیات هم شتون نلري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.