د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال، مهاجر فراهي، پر پاکستان د وروستیو ډرون بریدونو په تړاو ویلي چې د طالبانو پوځي اهداف «دقیق او رسا» دي او د عملیاتو پر مهال ملکي وګړي نه په نښه کوي.
فراهي د چهارشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د دوی بریدونه په ټاکل شویو هدفونو په سمه توګه لګېدلي او طالبان هڅه کوي چې یوازې اصلي هدفونه په نښه کړي. د هغه په وینا، د جګړې په سختو شرایطو کې هم د اسلامي اخلاقو او اصولو رعایت کوي او ښځې او ماشومان هدف نه ګرځوي.
هغه زیاته کړې چې طالبان د خپلو پوځي اقداماتو پر مهال ورو، سنجیده او حساب شوي ګامونه اخلي او د خپلو عملیاتو پر حقانیت او د الله تعالی پر نصرت باور لري.
د فراهي څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو کې پر پاکستان د ډرون بریدونو راپورونه زیات شوي دي. طالبانو ادعا کړې چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې یې د داعش ډلې پر یو شمېر مرکزونو ډرون بریدونه کړي او مرګژوبله یې هم اړولې ده.
بل لور ته د پاکستان پوځ هم په یوه اعلامیه کې د طالبانو له لوري د ډرون بریدونو ترسره کېدل تایید کړي، خو د بریدونو د زیانونو او نورو جزئیاتو په اړه یې څه نه دي ویلي. د دغو ادعاوو په اړه تر اوسه خپلواکو سرچینو جلا تایید نه دی وړاندې کړی.
لیکوال:سعید سمیر








