TOOSnews
اعلان
فراهي:د بګرام د بېرته نيولو خبره د ټرمپ خوب دى.
افغانستانټوس نیوز

فراهي:د بګرام د بېرته نيولو خبره د ټرمپ خوب دى.

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال، مهاجر فراهي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې وو امریکا باید د بګرام هوايي اډه بېرته ترلاسه کړي. فراهي ویلي، بګرام د طالبانو تر بشپړ کنټرول لاندې دی او د دوی له واکه به ونه وځي.

هغه زیاته کړې چې د بګرام هوايي اډه اوس د طالبانو په لاس کې ده او ټرمپ به د دې اډې د بېرته نیولو هیله یوازې په خوبونو کې وویني.

بګرام هوايي اډه، چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې بریدونو وروسته د امریکا او د هغې د متحدینو تر ټولو مهم پوځي مرکز ګڼل کېده، نږدې شل کاله یې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عملیاتو لپاره اساسي رول درلود. دغه اډه په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو ولکې ته ولوېده.

بلخوا، ډونالډ ټرمپ په وروستیو میاشتو کې څو ځله ټینګار کړی چې امریکا باید د بګرام اډه د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله ساتلې وای، ځکه د هغه په وینا، دا اډه چین او ایران ته نږدې مهم اهمیت لري.

که څه هم طالبان د بګرام په اړه د امریکا هر ډول ادعا ردوي، خو د دوحې له هوکړې وروسته د افغانستان د سیاسي وضعیت او د دواړو لورو د ژمنو په اړه بحثونه لا هم دوام لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.