TOOSnews
اعلان
فراهي: د افغانستان د امنيت اخلالوونكي چې هر چېري وي، مشروع هدفونه دي.
افغانستانټوس نیوز

فراهي: د افغانستان د امنيت اخلالوونكي چې هر چېري وي، مشروع هدفونه دي.

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال، مهاجر فراهي، پر پاکستان د طالبانو د وروستیو ادعا شویو بریدونو ته په اشارې ویلي، هغه کسان او ډلې چې د افغانستان امنیت ګډوډوي، هر چېرې چې وي، د طالبانو لپاره مشروع هدفونه ګڼل کېږي.

فراهي د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) په خپلې اېکس‌پاڼې کې لیکلي، هغه کسان چې ده «ساعین بالفساد او بغاوتګر» بللي، په هر ځای کې چې حضور ولري، د طالبانو د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري به په نښه کېږي.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو امنیتي او دفاعي ځواکونه به «د لوی الله په نصرت» هره هغه هڅه شنډه کړي چې د افغانستان د پرمختګ، اقتصادي بیارغونې او ټولنیز ارامښت پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.

د فراهي څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو د دفاع وزارت ادعا کړې، د پنجشنبې په شپه یې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه ترسره کړي او د داعش اړوند مرکزونه یې په نښه کړي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت په وینا، په دغو مرکزونو کې د افغانستان پر ضد د بریدونو پلانونه جوړېدل او په تېر کې هم له همدې ځایونو څخه یو شمېر خونړي بریدونه تنظیم شوي وو. دغه وزارت ادعا کړې چې په بریدونو کې مهم او مطلوب اهداف په نښه شوي دي.

بل لور ته پاکستاني چارواکو د طالبانو د دغو ادعاوو په غبرګون کې ویلي، په سرحدي سیمو کې یې د طالبانو یوه بې‌پیلوټه الوتکه نسکوره کړې او د طالبانو د بریدونو ادعاوې یې رد کړې دي.

د دواړو لورو متضادو ادعاوو په خپلواکه توګه لا نه دي تایید شوي، خو د دغو پېښو له امله د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو او امنیتي کړکېچ د لا زیاتېدو اندېښنې راپورته شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.