TOOSnews
اعلان
د هرات په صنعتي ښارګوټي کې اورلګېدنې ۲۰ میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی.
افغانستانټوس نیوز

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې اورلګېدنې ۲۰ میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی.

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د هرات ښار په صنعتي ښارګوټي کې د یوې تولیدي فابریکې اورلګېدنې شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانۍ مالي زیان اړولی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا اورلګېدنه (شنبې، د غبرګولي ۳۰مه) د سهار ۳:۱۲ بجو د هرات د صنعتي ښارګوټي د دوهم فاز په «نور آریانا» فابریکه کې پیل شوې ده.

د هغه په وینا، دا فابریکه چې کاغذ او مقوا تولیدوي شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانۍ زیانمنه شوې ده.

قانع وایي چې د هرات د اور وژنې ډلې اورلګېدنه مهار کړې او د شاوخوا ۶۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د سوداګرو مالونه له تباهۍ ژغورل شوي دي.

هغه زیاته کړې چې په دې اورلګېدنه کې ځاني تلفات نه دي رامنځته شوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.