TOOSnews
اعلان
فطرت: د طالبانو غېږ د مخالفینو لپاره پرانیستې ده، خو، د امنیت له ګډوډونکو سره به جدي چلند وشي.
افغانستانټوس نیوز

فطرت: د طالبانو غېږ د مخالفینو لپاره پرانیستې ده، خو، د امنیت له ګډوډونکو سره به جدي چلند وشي.

۲۹ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د پوځ لوی درستیز، فصیح الدین فطرت، د دې ډلې مخالفینو ته خبرداری ورکړی چې که د طالبانو د نظام پر وړاندې دسیسې جوړې کړي یا د امنیت د ګډوډولو هڅه وکړي، د طالبانو د ځواکونو له «قاطع، جدي او پرېکنده» غبرګون سره به مخ شي.

فطرت د چهارشنبې په ورځ، د زمري په ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت یوې غونډې کې وویل، هغه مخالفین چې د ده په وینا د بهرنیو هېوادونو په لارښوونه افغانستان پرېږدي او له هېواده بهر د طالبانو پر ضد فعالیت کوي، ونه شي کولای چې دا ډله وننګوي.

هغه د طالبانو له مخالفینو وغوښتل چې افغانستان ته بېرته راستانه شي او د خپل ولس ترڅنګ ژوند وکړي. فطرت همداراز وویل چې د «اسلامي امارت غېږ» د هغوی پر مخ خلاصه ده او طالبان چمتو دي چې هغوی ته «عفو» وکړي.

خو د طالبانو د پوځ لوی درستیز په عین وخت کې خبرداری ورکړ چې که مخالفین له بېرته ستنېدو وروسته داسې اقدامات وکړي چې د ده په وینا د هېواد «نظم او امنیت» ګډوډ کړي، د طالبانو ځواکونه به له هغوی سره سخت چلند وکړي.

فطرت مخالفینو ته په خطاب کې وویل: «هوښیار شئ او له خوبه راویښ شئ؛ د اسلامي نظام پر وړاندې د دسیسه‌چینۍ پر ځای راشئ او د خپل ولس ترڅنګ په ازادۍ او عزت ژوند وکړئ.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو یو شمېر مخالفې ډلې، هم په افغانستان کې دننه او هم له هېواده بهر، د طالبانو د حکومت پر ضد فعالیتونه ترسره کوي. په وروستۍ پېښه کې، د افغانستان متحدې جبهې ادعا کړې چې د دې جبهې ځواکونو په کندهار کې د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو په یوه پوځي قرارګاه یې برید کړی دی.

طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه د برید د جزئیاتو او د پېښې د څرنګوالي په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.