بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې د جمعهخان فاتح او د هغه د یو شمېر نږدې کسانو له طالبانو سره له تسلیمېدو وروسته، د هغه پاتې ځواکونه د نسي ولسوالۍ غرنیو سیمو ته تښتېدلي دي.
د دغو سرچینو په وینا، د فاتح اړوند ځواکونه اوس مهال په نسي کې په نامعلوم وضعیت کې دي او هممهاله طالبان په دې ولسوالۍ کې د عملیاتو د پیل لپاره چمتووالی نیسي.
تر دې مخکې هم سرچینو راپور ورکړی و، چې جمعهخان فاتح له یو شمېر نږدې کسانو سره د طالبانو د پوځ لوی درستیز، فصیحالدین فطرت، ته تسلیم شوی دی. په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست هم اعلان کړی و چې «په بدخشان کې وروستۍ ترینګلتیاوې پای ته ورسېدې».
د طالبانو ځینو اړوندو رسنیو هم راپور ورکړی چې فاتح تسلیم شوی دی. خو د سرچینو په وینا، له دې پېښې وروسته د هغه پاتې ځواکونو د نیول کېدو یا غچ اخیستنې له وېرې غرنیو سیمو ته پناه وړې ده.
سرچینې وایي، طالبانو د نسي ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي او د دې ولسوالۍ د ننوتلو او وتلو پر لارو یې امنیتي پوستې هم جوړې کړي دي.
د سرچینو په وینا، طالبان د کور په کور تلاشیو، د وسلو د موندلو او د جمعهخان فاتح د اړوندو کسانو د نیولو لپاره چمتووالی نیسي.
دغو سرچینو د ملکي وګړو د وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو د ځواکونو، په ځانګړي ډول د موسومو «کندهاري» ځواکونو، حضور د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ اضطراب او وېره زیاته کړې ده.
سرچینې خبرداری ورکوي چې که د طالبانو عملیات پراخ شي، په سیمه کې د ځايي اوسېدونکو او طالبانو ترمنځ د نښتو او د بشري ناورین د رامنځته کېدو احتمال شته.
لیکواله:سلیمه آریایي








