د اسراييل پوځ اعلان کړی چې د جمعې په سهار د لبنان په سوېل کې د دوی يو پوځي ټانک تر بريد لاندې راغلی، چې له امله يې د يوه قوماندان په ګډون څلور اسراييلي سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.
پوځ ويلي، دا پېښه د روانې درې مياشتنۍ جګړې په ترڅ کې د اسراييلي ځواکونو لپاره تر ټولو درنه مرګونې پېښه بلل کېږي.
د لومړنيو معلوماتو له مخې، په لومړي سر کې ګومان کېده چې ټانک د ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي ښکار شوی، خو اسراييلي چارواکو وروسته وويل چې ښايي يو ځانمرګی ډرون يا د ټانک ضد توغندی د ټانک د پرانيستې برخې له لارې دننه شوی او چاودنه يې رامنځته کړې وي.
لیکوال:سعید سمیر








