د ملګرو ملتونو د سرمنشي کېدو سیالي نوې پړاو ته داخله شوه؛ اووه نوماندان په ډګر کې دي.
د ملګرو ملتونو د راتلونکي سرمنشي د ټاکلو سیالي نوي پړاو ته داخله شوې او تر اوسه د دې سازمان د اوسني سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د ځای ناستي لپاره اووه رسمي نوماندان معرفي شوي دي. له دغو نوماندانو څخه څلور یې ښځې دي. ټاکل شوې چې نوی سرمنشي د ۲۰۲۷ کال د جنوري له لومړۍ نېټې خپله پنځه کلنه دوره پیل کړي.
څلور ښځینه نوماندانې میشل باشله، د چیلي پخوانۍ ولسمشره او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ عالي کمېشنره؛ ماریا فرناندای اسپینوسا، د اکوادور پخوانۍ د بهرنیو چارو او دفاع وزیره او د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې پخوانۍ مشره؛ ربکا ګرینسپن، د کوسټاریکا پخوانۍ مرستیاله ولسمشره او د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پراختیا کنفرانس مشره؛ او کارولین رودریګز-بیرکیت، د ګیانا پخوانۍ د بهرنیو چارو وزیره، دي.
د نارینه نوماندانو په ډله کې رافائل ماریانو ګروسي، د ارجنټاین د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي رییس؛ مکي سال، د سینیګال پخوانی ولسمشر؛ او اولارا اوتونو، د یوګانډا دیپلوماټ او د ملګرو ملتونو پخوانی چارواکی، شامل دي. اوتونو د جولای په ۲۴مه د یوګانډا له خوا نوماند شو او د هغه له شاملېدو سره د رسمي نوماندانو شمېر اوو ته ورسېد.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لومړنۍ غیررسمي رایهاچونه ښيي چې د کوسټاریکا ربکا ګرینسپن په لومړي مقام کې ده. له هغې وروسته د ګیانا کارولین رودریګز-بیرکدکذیت او د ارجنټاین رافائل ماریانو ګروسي ځای لري. دغه رایهاچونه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوماندانو د ارزونې لپاره د امنیت شورا د مشورتي بهیر یوه برخه ده او پایله یې په یوازې ځان د نوي سرمنشي د وروستي انتخاب په معنا نه ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د عمومي اسامبلې د رایې له لارې او د امنیت شورا د سپارښتنې پر بنسټ د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي. د نوي سرمنشي ټاکنه په داسې مهال کېږي چې ملګري ملتونه له یو لړ نړیوالو ننګونو سره مخ دي؛ له وسلهوالو شخړو او بشري بحرانونو نیولې، تر اقلیمي بدلونونو او اقتصادي مسایلو پورې.
لیکواله:سلیمه آریایي








