TOOSnews
اعلان
د حوثيانو تازه بريدونه؛ په يمن كې ٣٠ دولتي سرتېري وژل شوي.
نړۍټوس نیوز

د حوثيانو تازه بريدونه؛ په يمن كې ٣٠ دولتي سرتېري وژل شوي.

۱۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د یمن دولتي سرچینو ویلي، چې د مارب او حضرموت ولایتونو په پوځي کمپونو د حوثیانو په توغندویزو او ډرون بریدونو کې لږ تر لږه ۳۰ دولتي سرتېري وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، له ایران سره تړلې حوثي ډلې د بریدونو مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې د مارب او حضرموت په الرویک، العبر او الثنیه سیمو کې یې د سعودي عربستان اړوند پوځي هدفونه په بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو ویشتلي دي.

حوثیان ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې لسګونه سیمه‌ییز او له سعودي سره تړلي جنګیالي وژل شوي یا ټپیان شوي، او د وسلو ډیپوګان او پوځي وسایط هم له منځه وړل شوي دي. د دوی په وینا، دا عملیات یې د سعودي عربستان د احتمالي پوځي تحرکاتو د مخنیوي لپاره ترسره کړي دي.

بل لور ته، د یمن د روغتیا وزیر روغتیايي مرکزونو ته د ټپیانو د درملنې لپاره د بېړني چمتووالي سپارښتنه کړې ده.

همدارنګه، په یمن کې د امریکا سفارت د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او دغه بریدونه یې د حوثیانو د «تروریستي» فعالیتونو دوام بللی دی.

دا بریدونه داسې مهال شوي چې حوثیانو تېره میاشت په سره سمندرګي کې پر سعودي عربستان سمندري محاصره اعلان کړې وه.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.