TOOSnews
اعلان
جرمني: د ډرون د لټون لپاره د مونيخ هوايي ډګر تړل شوى.
نړۍټوس نیوز

جرمني: د ډرون د لټون لپاره د مونيخ هوايي ډګر تړل شوى.

۱۰ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د جرمني په مونیخ ښار کې چارواکو د یوې شکمنې بې‌پیلوټه الوتکې د لیدل کېدو د راپورونو له امله د مونیخ هوايي ډګر دواړه ځغاستلیکي په بشپړ ډول تړلي دي.

د جرمني فدرال پولیسو تایید کړې چې د یوې الوتکې پیلوټ په سیمه کې د بې‌پیلوټه الوتکې د شکمن فعالیت په اړه امنیتي ارګانونو ته خبر ورکړی و. له دې راپور وروسته امنیتي ادارو بیړني اقدامات پیل کړل او د هوايي ډګر فعالیتونه یې ودرول.

د فوکس انلاین د راپور له مخې، هوايي ډګر د څو ساعتونو لپاره په بشپړ ډول تړل شوی او د پولیسو امنیتي هیلیکوپټرې د یادې بې‌پیلوټه الوتکې د موندلو لپاره په سیمه کې لټونیزې الوتنې ترسره کوي.

چارواکي وایي، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او تر اوسه د وضعیت بشپړ جزییات نه دي روښانه شوي. د هوايي ډګر د تړل کېدو له امله د الوتنو په مهالوېش کې هم ځنډ او ګډوډي رامنځته شوې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.