محمدباقر قالیباف، د ایران د اسلامي شورا رئیس، به د ایران د پلاوي مشري د هغه د سولې د تړون د لاسلیک لپاره وکړي چې د ایران او امریکا ترمنځ په سویس کې ترسره کېږي.
د الجزیرې شبکې د سې شنبې په ورځ، د جون ۱۶، د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال مجید تختروانچي له قوله راپور ورکړی چې دا هوکړه د تهران او واشنګټن ترمنځ د وروستیو خبرو اترو په چوکاټ کې تعقیبېږي.
د راپور له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات به د جمعې په ورځ د سویس په ژنو کې،د یوه هوکړه لیک له لاسلیک وروسته پیل شي او دواړه لوري به د خبرو نوي پړاو ته داخل شي.
تختروانچي ویلي چې د ایران پلاوی به د محمدباقر قالیباف په مشرۍ او د امریکا پلاوی به د امریکا د مرستیال ولسمشر جيډي وېنس په مشرۍ په دې بهیر کې برخه واخلي.
هغه همدارنګه ویلي چې سویس به د دې تړون د لاسلیک ځای وي، خو د مراسمو دقیق ځای لا تر اوسه نهایی شوی نه دی. د هغه په وینا، د مذاکراتو بل پړاو به د تړون له لاسلیک وروسته سمدستي پیل شي.
د راپور پر بنسټ، ایران او امریکا په وروستیو اوونیو کې د پاکستان په منځګړیتوب خبرې کړي دي او د دغو خبرو په پایله کې یې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هومړې ته رسېدلي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








