TOOSnews
اعلان
ګلالۍ كريمي: كله چې خلک خپل حق نشي غوښتلى، د غيرت خبرې بې معنا دي.
افغانستانټوس نیوز

ګلالۍ كريمي: كله چې خلک خپل حق نشي غوښتلى، د غيرت خبرې بې معنا دي.

۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

پخوانۍ افغان خبریالې او اوسنۍ ماډلې، ګلالۍ کریمي په ټولنه کې پر شته وضعیت، فکري جزمیت او د اساسي حقونو پر محدودیتونو نیوکه کړې ده.

کریمي په یوه تازه څرګندونه کې ويلي: «زما هغه نصیحت هیڅ نه خوښېږي چې بې غیرته خلک پکې د غیرت خبرې کوي.»

د نوموړې په وینا، د دې خبرو مخاطبان هغه کسان دي چې د خپلو اساسي او فردي حقونو د غوښتلو جرأت نه لري، خو نورو ته د غیرت او مېړانې درسونه ورکوي.

هغې زیاته کړې، واقعي بې غیرتي دا ده چې یو څوک د خپلې خور او کورنۍ د حقونو دفاع ونه شي کړای او د خپل نظر د څرګندولو او ځان د دفاع حق ترې اخیستل شوی وي.

کریمي وایي، په داسې چاپېریال کې چې خلک حتا پر خپلې شخصي بڼې او ژوند بشپړ واک ونه لري او د تحکم فضا ته غاړه کېږدي، د اساسي حقونو په وړاندې چوپ پاتې کېدل تر ټولو لویه ستونزه ده.

د هغې په باور، هغه ټولنه چې پکې لوستي او مسلکي کسان له لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا سره سره بې‌کاره ګرځي او د حق غوښتلو غږ یې نه اورېدل کېږي، د ژورې ټولنیزې ستونزې ښکارندویي کوي. کریمي ټینګار کړی چې د تشو نصیحتونو پر ځای باید د انسانانو عقل، تخصص او اساسي حقونو ته درناوی وشي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.