TOOSnews
اعلان
هزاره مشرانو د طالبانو د عدلیې وزیر د هزاره‌ګانو پر وړاندې په تبعیض او جبري کډه کولو تورن کړی.
افغانستانټوس نیوز

هزاره مشرانو د طالبانو د عدلیې وزیر د هزاره‌ګانو پر وړاندې په تبعیض او جبري کډه کولو تورن کړی.

۱۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان یو شمېر هزاره او شیعه علماوو، مشرانو او مخورو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي پر «سیستماتیک تبعیض» او د هزاره ګانو او شیعه ګانو د «جبري کډې» پر هڅو تور لګولی دی. هغوی خبرداری ورکړی چې د دوی په وینا د دې بهیر دوام «د زغملو وړ نه دی».

دا غونډه د پنجشنبې په ورځ د زمري په ۱۵مه په کابل کې جوړه شوې وه. ګډونوالو وویل چې هزاره‌ګانواو شیعه ګانو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، سره له دې چې دوی ځانونه له ځینو اساسي حقونو بې برخې ګڼي، د هېواد د ثبات د ساتلو او د بحران د پراخېدو د مخنیوي لپاره هڅې کړي دي او خپلې ستونزې یې د طالبانو له چارواکو سره د خبرو له لارې تعقیب کړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو د عدلیې وزیر کړنې په وروستیو کلونو، په ځانګړي ډول په تېرو میاشتو کې، زیاتې شوي دي او د اعلامیې لاسلیک کوونکي یې د هزاره ګانو او شیعه ګانو پر وړاندې سپکوونکې او تبعیضي کړنې بولي. هغوی همداراز ادعا کړې چې یو شمېر شیعه علما، مشران او وګړي د محکمې له حکم او د جرم له ثبوت پرته نیول شوي او زنداني شوي دي.

د اعلامیې لاسلیک کوونکو د طالبانو د عدلیې وزارت هم په وروستیو میاشتو کې د شیعه ګانو پر وړاندې د اقداماتو په ترسره کولو تورن کړی دی. د دوی په وینا، د دارالامان افشار هدیره تړل شوې، د دارالامان د سناتوریم سیمې یو شمېر اوسېدونکي نیول شوي او اړ شوي چې خپل د اوسېدو ځای پرېږدي، او د سیمې جومات هم ویجاړ شوی دی.

په اعلامیه کې د زرګونو کورنو د تخلیې امر په امید سبز ښارګوټي کې، د تمدن ټلویزیون تړل کېدل، د خاتم‌النبیین جومات او مدرسې مهرولاک، د یو شمېر شیعه جوماتونو او فرهنګي مرکزونو تړل کېدل، او له ځینو جوماتونو او تکیه خونو څخه د محرم بیرغونو ښکته کول هم د اعتراض وړ موارد بلل شوي دي.

لاسلیک کوونکو همداراز ویلي چې د طالبانو د عدلیې وزیر وروستی اقدام دا و چې امید سبز ښارګوټی یې د «امارتي» ملکیت په توګه اعلان کړ او د تخلیې امر یې صادر کړ. هغوی ادعا کړې چې د طالبانو د تصفیې کمېسیون تر دې مخکې د اسنادو له څېړلو وروسته د دغه ښارګوټي شخصي مالکیت تأیید کړی و.

په اعلامیه کې راغلي چې د لاسلیک کوونکو له نظره، د دغو ټولو اقداماتو مجموعه د «سیستماتیک تبعیض» او د هزاره‌ګانو او شیعه ګانو د «جبري کډې» هڅې بلل کېږي او دوام یې د افغانستان او خلکو په ګټه نه دی.

د غونډې ګډونوالو همداراز وویل چې دوی په تېرو کلونو کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره د لیدنو او د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده ته د لیکونو له لارې خپلې اندېښنې او اعتراضونه مطرح کړي، خو د دوی په وینا، تر اوسه د عدلیې وزیر په کړنو کې بدلون نه دی راغلی.

په پای کې، هزاره او شیعه مشرانو د طالبانو له مشرۍ وغوښتل چې مطرح شوې ادعاوې وڅېړي، د امید سبز ښارګوټي د تخلیې امر لغوه کړي او د مالکیت اسناد یې بیا وارزوي. هغوی همداراز د تمدن ټلویزیون، خاتم‌النبیین جومات او مدرسې او نورو شیعه مذهبي او فرهنګي مرکزونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه وکړه او د افغانستان د ټولو وګړو لپاره یې د برابر چلند پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د هزاره او شیعه ټولنې یو شمېر پېژندل شوي کسان، لکه سید حسین عالمي بلخي، محمد اکبري او جعفر مهدي هم ګډون درلود.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.