لیکواله:سلیمه آریایي
د نایجریې مقاماتو اعلان وکړ چې وسلهوالو په یوه برید کې چې په اداماوا ایلټ کې یوه کلي کې ترسره شوی، لږ تر لږه ۲۹ کسان وژلي دي. د داعش ډلې هم په ټلګرام کې یوه بیانیه خپره کړې او د دې حملې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
د مقاماتو او د ځایي خلکو په وینا، وسلهوال بریدګر سیمې ته ننوتلي او څو ساعتونه یې پر خلکو ډزې کړې دي.
راپورونه ښیي چې د دې برید له کبله مالی زیانونه او د خلکو ملکیتونه تخریب شوي دي.
د نایجرې مقاماتو ویلي چې د نورو بریدونو د مخنیوي او د وضعیت د بېرته عادي کولو لپاره هڅې روانې دي.
د اداماوا ایالت په شمال ختیځه نیجریه کې په تیرو کلونو کې څو ځله د بوکوحرام شورشیانو، وسلهوالو ډلو او جنایي بانډونو لخوا هدف ګرځیدلی دی؛ چې له دې کبله په دې سیمو کې ناامني زیاتې شوې ده.








