TOOSnews
اعلان
اسراييلو په تازه بريدونو كې د ايران د نفتو وزارت اړوند كمپلېكس په نښه كرى.
نړۍټوس نیوز

اسراييلو په تازه بريدونو كې د ايران د نفتو وزارت اړوند كمپلېكس په نښه كرى.

۱۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران د نفتو وزارت د عامه اړیکو دفتر ویلي چې د ماهشهر په ځانګړي اقتصادي زون کې د وروستیو بریدونو پر مهال د کارون کیمیاوي کمپلېکس یوه برخه په نښه شوې ده.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د اسراییل له لوري توغول شویو توغندیو د یاد صنعتي کمپلېکس ځینې برخې لګېدلې دي. د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د خوندیتوب تدابیرو په موخه ټولو کارکوونکو ته امر شوی چې سیمه ژر تر ژره پرېږدي.

ایراني چارواکو تر اوسه د احتمالي مرګ‌ژوبلې یا د اوښتو مالي زیانونو په اړه جزییات نه دي خپاره کړي، خو ویلي یې دي چې اړوندې ادارې د وضعیت د ارزونې او د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره په سیمه کې پر فعالیت بوختې دي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې د ایران او اسراییل ترمنځ پوځي کړکېچ په وروستیو ورځو کې لا زیات شوی او دواړه لوري یو پر بل د بریدونو ادعاوې کوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.