د بدخشان ولایت په یاوان ولسوالۍ د خیورس کلي کې د ۱۰ کیلومتره سړک د هموارولو او جغل اچونې کار د ځایي خلکو له لوري د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت بشپړ او د استفادې لپاره سپارل شوی دی.
عبدالمنان مخلص، د یاون ولسوالۍ ولسوال، ویلي چې دا سړک د خلکو په همکارۍ او لګښت جوړ شوی او له دې وړاندې د ځایي خلکو تګ راتګ له جدي ستونزو سره مخ و.
هغه زیاته کړې چې د دې لارې د بشپړیدو سره د خلکو تګ راتګ اسانه شوی او د سیمې خلکو ته د بېلابېلو برخو د لاسرسي زمینه ښه شوې ده.
لیکواله:سلیمه حکیمي








