د ایران دولتي ټلویزیون ویلي چې که اسراییل په لبنان کې خپل پوځي بریدونه ونه دروي، نو د امریکا او ایران ترمنځ شوی اوربند ښايي په جدي ډول له منځه ولاړ شي او پای ته ورسېږي.
په همدې حال کې، د ایران د تسنیم اژانس راپور ورکړی چې تهران له امریکا سره خپلې غیرمستقیمې خبرې اترې درولې دي، او د دې پرېکړې دلیل یې په لبنان کې د اسراییلي بریدونو زیاتوالی بللی دی.
له بلې خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ده ته د ایران له لوري د خبرو د درولو هېڅ رسمي معلومات نه دي رسېدلي او ټینګار یې کړی چې د دواړو لورو ترمنځ تماسونه لا هم روان دي.
لیکوال:سعید سمیر








