د ایران اسلامي جمهوري د طالبانو د چارواکو او د دې ډلې د یو شمېر مخالفو مشرانو ته د پخواني رهبر علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره بلنه ورکړې ده. د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود او د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند د خلکو د څانګې مشر محمد محقق هم د بلل شویو شخصیتونو له ډلې څخه دي.
د علي خامنهيي او د هغه د کورنۍ د هغو غړو د جنازې رسمي مراسم، چې وژل شوي وو، د جمعې ورځې د چنګاښ په ۱۲مه د تهران د «امام خمیني» په مصلا کې د ایراني چارواکو او بهرنیو پلاوو په ګډون پیل شول. احمد مسعود او محمد محقق هم په دغو مراسمو کې ګډون کړی دی.
د طالبانو د رئیسالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د چنګاښ ۱۱مه، د پنجشنبې په ورځ، د دغو مراسمو د ګډون لپاره تهران ته ورسېدل. دغه پلاوي له رسېدو وروسته د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره لیدنه او خبرې وکړې، خو تر اوسه د دې لیدنې جزئیات نه دي خپاره شوي.
باخبره سرچینې وایي چې په پیل کې پلان دا و چې د طالبانو رئیسالوزرا ملا حسن آخوند هم په دغو مراسمو کې ګډون وکړي او د مراسمو په څنډه کې له احمد مسعود سره وویني. تر دې وړاندې په کابل کې د ایران سفیر عليرضا بېکدلي د دغو مراسمو رسمي بلنلیک د طالبانو د رئیسالوزرا د چارو ادارې مشر ملا عبدالواسع ته سپارلی و.
دا لومړی ځل دی چې د طالبانو مخالف مشران او د دې ډلې رسمي پلاوی په یو وخت د ایران له لوري یوې رسمي غونډې ته بلل کېږي؛ هغه موضوع چې د څارونکو پام یې ځان ته اړولی دی.
علي خامنهيي شاوخوا څلور میاشتې مخکې د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیل د پراخو هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوی و. د رسمي سرچینو په وینا، د جګړې د دوام له امله د هغه د جنازې مراسم تر دې وخته ځنډول شوي وو.
د علي خامنهيي له وژل کېدو وروسته، د ایران د خبرګانو مجلس مجتبی خامنهيي د اسلامي جمهوریت د نوي رهبر په توګه وټاکه.
طالبانو په وروستیو کلونو کې له ایران سره نږدې اړیکې لرلې دي او د وروستیو نښتو پر مهال یې هم له تهران څخه ملاتړ کړی دی. په کابل کې د ایران سفیر هم پرون ویلي چې د دواړو لورو اړیکې په رغنده مسیر کې روانې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې د علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو سیاستوال او چارواکي تهران ته سفر کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








