مسعود پیاهو، هغه انځورګر چې د ایران د ولسي اعتراضونو پر مهال د یوې مشهورې انځوریزې صحنې له امله د «ایران ټانک سړي» په نوم مشهور شوی و، د دغه هېواد یوې محکمې په ۱۰ کاله بند محکوم کړی دی.
د مسعود پیاهو وکیل، حسن آقاخاني، امتداد خبري اژانس ته ویلي چې د هغه د موکل حکم د عملي کېدو پړاو ته دننه شوی او د ایران د سترې محکمې له تایید وروسته د اجرا کېدو په درشل کې دی.
د پیاهو قضیه له هغه انځور سره تړاو لري چې پکې یو معترض سړی د تهران د علاءالدین سوداګریز مرکز مخې ته د ځانګړو پولیسو ځواکونو پر وړاندې ناست ښکاري. د دې انځور خپرېدو په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راوپارول او د ایران د اعتراضونو له مشهورو انځورونو څخه وګرځېد.
د هغه د وکیل په وینا، د مسعود پیاهو نیول کېدل د تېر کال د مرغومي میاشتې د بازار له اقتصادي اعتراضونو سره تړلو پېښو ته ورګرځي. نوموړي څرګنده کړې چې موکل یې د پېښې پر مهال په خپل کار بوخت و او د یوه معترض او امنیتي ځواکونو ترمنځ د صحنې یوه لنډه ویډیو یې ثبت کړې وه.
آقاخاني ټینګار کړی چې دغه ویډیو یوازې د پیاهو د انسټاګرام پاڼې په شخصي برخه کې او د هغه د محدودو دوستانو لپاره خپره شوې وه، او هغه هېڅ قصد نه درلود چې ویډیو له هېواده بهر خپره کړي.
د دې ویډیو د یوې انځوریزې صحنې له خپرېدو وروسته، یاد انځور په چټکۍ سره په کورنیو او نړیوالو رسنیو کې بیا خپور شو. ګڼو کاروونکو او رسنیو دغه نامعلوم معترض د «ایران ټانک سړی» وباله او دا صحنه یې د ۱۹۸۹ کال د چین د تیانآنمن میدان له مشهور انځور سره پرتله کړه، چې پکې یو وګړی د ټانکونو مخې ته ولاړ و.
د مسعود پیاهو وکیل ویلي چې د هغه پر موکل د ۱۰ کلن بند حکم د «جاسوسۍ او له صهیونیستي رژیم سره د همکارۍ د مجازاتو د سختولو» قانون پر بنسټ صادر شوی دی. د هغه په وینا، دا حکم د ایران سترې محکمې هم تایید کړی او اوس د عملي کېدو په پړاو کې دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








