TOOSnews
اعلان
د ایران حکومت د خزر سمندر د کنوانسیون لایحه پارلمان ته لېږلې.
نړۍټوس نیوز

د ایران حکومت د خزر سمندر د کنوانسیون لایحه پارلمان ته لېږلې.

۱۵ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران د حکومت له خوا د اسلامي شورا مجلس ته د خزر سمندر کنوانسیون ته د الحاق د لایحې استول، د دې سمندر د حقوقي چوکاټ د ټاکلو له امله، په ایران کې په سیاسي او رسنیزو حلقو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د ایران د مجلس غړي حسن قشقاوي دغه کنوانسیون له امنیتي پلوه «ډېر مهم» بللی او ویلي یې دي چې ایران د کسپین سمندر وروستی ساحلي هېواد دی چې تر اوسه یې دا سند نه دی تصویب کړی. نوموړي ټینګار کړی چې د تهران د راتلونکي کوربه‌توب له امله، مناسب به دا وي چې دا کنوانسیون د ساحلي هېوادونو د مشرانو د غونډې له جوړېدو مخکې د مجلس له خوا تصویب شي.

د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ په میاشت کې په ترکمنستان کې د خزر سمندر د ساحلي هېوادونو د مشرانو د غونډې له پرېکړې سره سم، تهران به د دې غونډې د بل پړاو کوربه وي. په هغه غونډه کې د ایران د هغه وخت ولسمشر ابراهیم رئیسي د دغه هېواد په استازیتوب ګډون کړی و.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي، د لایحې له استولو دوه ورځې مخکې ویلي وو چې د دې کنوانسیون تصویب کولی شي د ګډ حقوقي چوکاټ د نشتوالي په صورت کې د سیمې څخه بهر د لوبغاړو د احتمالي ناوړه استفادې او د هغوی د لاسوهنې مخه ونیسي.

د دې لایحې مطرح کېدل په داسې حال کې دي چې د سیمې امنیتي بدلونونو د خزر سمندر اهمیت نور هم زیات کړی دی. په وروستیو میاشتو کې په سیمه‌ییزو شخړو کې د ایران د دې سمندر موقعیتونه د بریدونو هدف ګرځېدلي او هم‌مهاله د روسیې او اوکراین جګړه هم دې سیمې ته غځېدلې ده. همداراز، اوکراین په دې وروستیو کې په خزر سمندر کې پر یوه ایراني بېړۍ برید کړی؛ د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ادعا کړې چې دغه بېړۍ له پوځي تجهیزاتو ډکه وه او له روسیې سره یې تړاو درلود.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌آبادي هم په دې وروستیو کې د دې کنوانسیون د مادو په اړه د مجلس غړو ته معلومات ورکړي، خو د دې ناستې جزیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

په خزر سمندر کې د ایران د ونډې او حقوقي موقف موضوع په وروستیو کلونو کې د دې هېواد په سیاسي او عامه بحثونو کې له جنجالي موضوعاتو څخه وه. د دې لایحې د ارزونې له بهیر سره هم‌مهاله، د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو د ایران د دې کنوانسیون د منلو د احتمالي پایلو په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي؛ په ځانګړې توګه په داسې شرایطو کې چې په سیمه کې امنیتي او پوځي ترینګلتیاوې دوام لري.

د ایران رسنیو هم د دې لایحې په اړه بېلابېل نظرونه خپاره کړي دي. «تابناک» خبري وېب‌پاڼې په اوسنیو شرایطو کې د دې لایحې تصویب د اندېښنې وړ بللی او لیکلي یې دي چې دا اقدام ښايي د هېواد پر ستراتېژیکو لومړیتوبونو اغېز وکړي. په مقابل کې، دولتي «اېرنا »خبري آژانس د دې کنوانسیون تصویب د ایران د شمالي پولو د امنیت د پیاوړتیا لپاره یو ګام بللی دی. «مهر» خبري اژانس هم د دې سند پر امنیتي اړخونو ټینګار کړی او لیکلي یې دي چې که څه هم دغه کنوانسیون د سیمې څخه بهر د قدرتونو د پوځي حضور د محدودولو په برخه کې مرسته کړې، خو د سرحدونو وروستی ټاکل یې راتلونکئ ته پرېښي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.