د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محمدباقر ذوالقدر ویلي دي چې تر هغه به د هرمز تنګی بېرته پرانیستل نه شي، څو چې د امریکا متحده ایالات د تهران لهخوا ټاکل شوي شپږ شرطونه ونه مني.
د ایران د ملي امنیت عالي شورا د شنبې په ماښام، د زمري ۱۷مه، دغه شرطونه په اېکس ټولنیزه شبکه کې خپاره کړي دي. د دې اعلامیې له مخې، تهران د هرمز تنګي بیا پرانیستل د خپلو یو شمېر غوښتنو له پوره کېدو سره مشروط کړي دي.
د بندیزونو لرې کول، د سمندري محاصرې پای ته رسول، د جګړې د زیانونو د جبران په توګه د غرامت ورکړه، د ایران د کنګل شویو شتمنیو آزادول، په ټولو جبهو کې د جګړې پای ته رسول، چې لبنان، فلسطین، یمن او عراق هم پکې شامل دي، او پر ایران د ګواښونو پای ته رسول؛ دا هغه شپږ شرطونه دي چې ذوالقدر اعلان کړي دي.
تر دې وړاندې، دغه موارد د ۱۴ مادې لرونکي هغه توافق د چوکاټ یوه برخه وو چې د «اسلاماباد تفاهملیک» په نوم یادېږي. ایران دغه چوکاټ د جګړې د دایمي پای ته رسېدو او د هرمز تنګي د بشپړ بیا پرانیستلو په اړه د وروستي توافق د ترلاسه کولو لپاره وړاندې کړی و، او امریکا هم له دې مواردو سره تر یوه بریده موافقه کړې وه.
اوس د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د دغو مواردو مطرح کول د تهران او واشنګټن ترمنځ د یوه احتمالي نوي توافق د ترلاسه کولو پر بهیر اغېز کولی شي؛ هغه توافق چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې په اړه خبرې کړي دي.
ټرمپ، سره له دې چې د ایران مشران یې په «دوهمخۍ» تورن کړي، تېره اوونۍ اعلان وکړ چې له تهران سره خبرې اترې د هرمز تنګي د بشپړ بیا پرانیستلو او د ایران د اټومي وړتیا د محدودولو لپاره لا هم روانې دي.
له بلې خوا، ایران او عمان هم په دې وروستیو کې یوې هوکړې ته رسېدلي چې له مخې به یې دواړه هېوادونه د یوې مودې لپاره د هرمز تنګی په ګډه اداره کوي او د خدماتو د وړاندې کولو په بدل کې به له سوداګریزو بېړیو فیس اخلي.
لیکواله:سلیمه آریایي








