TOOSnews
اعلان
اسماعیل میاخېل: د افغانستان ستونزه د «مشروعیت» نشتوالی دی، نه د بیعت نشتوالی.
افغانستانټوس نیوز

اسماعیل میاخېل: د افغانستان ستونزه د «مشروعیت» نشتوالی دی، نه د بیعت نشتوالی.

۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

اسماعیل میاخېل، د ملي راډیو او ټلوېزیون پخواني رئیس، د ملا هبت‌الله اخوندزاده د اختر پیغام ته په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان اصلي ستونزه «د بیعت نشتوالی» نه، بلکې د طالبانو د ادارې «د مشروعیت نشتوالی» دی. هغه وویل چې له یوه «پټ مشر» سره بیعت د خلکو د پوهاوي او رښتیني ګډون نښه نه شي ګڼل کېدای.

د طالبانو مشر په خپل اختریز پیغام کې ټینګار کړی و چې د امیر شتون واجب دی او له بیعت پرته په ټولنه کې یووالی نه رامنځته کېږي. خو اسماعیل میاخېل باور لري چې د افغانستان خلک نن له فقر، کډوالۍ، د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو، پر ښځو له بندیزونو او د رسنیو له چوپتیا سره مخ دي؛ هغه موضوعات چې د ده په وینا په دغه پیغام کې له پامه غورځول شوي دي.

میاخېل همداراز څرګنده کړه چې سیاسي مشروعیت د خلکو له رضایت، پراخ ګډون او د یوه ملي او ټول‌شموله نظام له رامنځته کېدو څخه ترلاسه کېږي، نه د یوه غیر ځواب‌ویونکي شخص له فرمان څخه. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د بحران حل د خلکو غوښتنو او د هېواد په سیاسي جوړښت کې د هغوی رښتیني حضور ته اړتیا لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.